د کډوالو نړیوال سازمان په افغانستان کې د بېځایه شوو او کډوالو وضعیت د جدي اندېښنې وړ بولي. د کډوالو نړیوال سازمان مشر فیلپو ګراندې د یوه رسمي سفر په لړ ې د افغانستان له څو ولایتونو لیدنه کړې ده. نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د بېځایه شوو او کډوالو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. دده په خبره په دغه هېواد کې روانې خونړۍ جګړې انساني ژوند ته خطرونه جوړ کړي چې له امله یې د بې ځایه شوو شمېر هم ډېر شوی دی. هغه همدا راز د جینوا کنفرانس پر ګډونوالو او مرستندویه هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې ډېرې کړي او په دې توګه دې په دغه هېواد کې د بحران مخنیوی وکړي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د میلیونونه وګړو ژوند د سولې له پروسې او د نړیوالو له مرستو سره تړلی دی. تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د نړیوالو مرستې دلته د بشري ناورین مخنیوی وکړي.











