پکتیا کې د ملي بس ادارې مسوولین وايي، چې مرکز ګردېز څخه ځاځي اریوب ولسوالۍ ته يې د عامه ترانسپورټ په موخه د ملي بس چوپړتیاوې پیل کړې دي. د ملي بس ادارې آمر نصرت الله جواد وویل چې له دې مخکې ګردېز ـ کابل ترڅنګ د پکتیا څمکنیو او زرمت ولسوالیو ته د ملي بس خدمات پیل شوي وو، چې پرون ځاځي اریوب ولسوالۍ ته هم د مسافرو د تګ راتګ لپاره ملي بس فعالیت پیل کړ. د نوموړي په وینا په تېر۱۴۰۲ کال کې ۵۶ زره مسافرو ته د ګردیز- کابل او څمکنیو پرلویو لارو د ملي بس په واسطه ترانسپورټي چوپړتیاوې وړاندې کړي. د ځاځي اریوب ولسوالۍ مرستیال صدیق الله صدیقي وايي، چې دغې سیمې ته د ملي بس فعالیت د خلکو لپاره په اقتصادي برخه کې ډیر ګټور ګام دی او د سیمې اوسېدونکو لپاره ښه اسانتیا ده.












