د ګردېز ښاروالۍ له لوري د روان ۱۴۰۲ مالي کال په جريان کې د ترسره شويو کړنو، لاسته راوړنو او لګښتونو حساب له ښاريانو او رسنيو سره شريک کړ. ګردېز ښاروال وويل، چې ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال په جریان کې هستوګنیزو ځمکو خرڅلاو، سوداګریزو ځايونو، دولتي ځمکو، دوکانونو، لوحو، صنفي جوازونو او هوټلونو کرایو له درکه ۹۰ ميليونه افغانۍ ثابت او غير ثابت عوايد راټول کړي دي. نوموړي وویل، چې ۸۵ ميليونه افغانۍ يې له يادو عوايدو څخه بېرته د ښار پراختيا او ښکلا په موخه مختلفو پروژو، وسایطو بیارغونې، معاشاتو، دفتري توکو اخیستل، او ورته نورو لګښتونو باندې مصرف کړې دي. ګردېز ښاروال وايي چې د راتلونکي ۱۴۰۳ کال لپاره د ۲۰۰ میلیونه افغانیو عوایدو را ټولولو هدف تر څنګ د ۱۲ اساسي پروژو د تطبیق پلان لري چې د ګردېز ښار پراختیا په موخه يې عملي کړ.











