د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هیواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره په کتنه کې ویلي، چې له ګاونډیو هیوادونو راستنېدونکو پانګوالو ته په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکوو. ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سوداګرو هم په دې کتنه کې ویلي، چې په هېواد کې د بشپړ امنیت په راتلو خوشحاله دي او ټینګار یې کړی، چې د هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي. دوی همدا راز د سوداګرۍ په برخه کې د لېږد، رالېږد او ټرانسپورت ځینې ستونزې یادې کړې او د سرپرست حکومت له چارواکو څخه یې د ژر حل کېدو غوښتنه کړې ده. د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې دوی ټولو سوداګرو ته بېلابېلې آسانتیاوې په پام کې نیولې دي او هغه سوداګر چې له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته د خپلې سوداګرۍ او د خپلو فابریکو د تاسیساتو د راوړلو غوښتونکي دي، دوی ته یې ګمرکي معافیت، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې وېش او له مالیو څخه معافیت په پام کې نیولی دی.












