سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

رهنورد پوهنتون

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 4, 2021
in پوهنتون
0
رهنورد پوهنتون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

رهنورد پوهنتون چې په مزارشریف ښار کې موقعیت لري، په ۱۳۹۳ کال کې یې د لوړو زده کړو موسسې په چوکاټ کې پر فعالیت پیل کړی دی. د رهنورد پوهنتون د علمي معاون او اوسني سرپرست ښاغلي امان الله شفاهي په وینا، دوی له پیل راهیسې د دریو پوهنځیو: معالجوي طب، ستوماتولوژۍ او حقوقو او سیاسي علومو په چوکاټ کې خپلې چارې پر مخ بېولې، خو په ۱۳۹۴ کال کې یې د ښوونې او روزنې پوهنځی هم رامنځته کړ. ښاغلي شفاهي زیاته کړه، دوی اوسمهال ټول څلور پوهنځي لري چې د ډېپارټمنټونو شمېر یې په دې ډول دی: حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی دوه ډېپارټمنټونه، ښوونې او روزنې پوهنځی اووه ډېپارټمنټونه، معالجوی طب پوهنځی پنځه ډېپارټمنټونه او ستوماتولوژي پوهنځی هم دوه ډېپارټمنټونه لري.

ښاغلي شفاهي زیاته کړه، اوسمهال په رهنورد پوهنتون کې ټول ۳۲۵۰ محصلین په فعال ډول پر زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې له ۶۰ تر ۶۵ سلنې پورې هلکان او پاتې ۳۰ تر ۳۵ سلنې پورې یې ښځینه محصلینې تشکیلوي.

د ښاغلي شفاهي په خبره، رهنورد پوهنتون په ۱۳۹۷ کال کې له لوړو زده کړو موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړه.

د رهنورد پوهنتون سرپرست ښاغلي امان الله شفاهي وویل، دوی د ماسټرۍ پروګرام د رامنځته کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو سره سم د اعتبار ورکړې دوې پروسې پای ته رسولې او د درېیمې هغې په بشپړولو سره به رهنورد د لوړو زده کړو موسسه د ماسټرۍ پروګرام هم ولري.

ښاغلي شفاهي همدا راز زیاته کړه، د رهنورد پوهنتون د فارغ شوو محصلینو شمېر نظر پوهنځيو ته توپیر کوي، داسې چې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه یې تر دې دمه په خپلو څلورو- پنځو دورو کې له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې محصلین فارغ کړي دي او د یاد پوهنځي د فراغت لړۍ له ۱۳۹۶ کال څخه پیل شوې ده. د معالجوي طب پوهنځی یې سږ کال لومړۍ دوره محصلین فارغوي او له ستوماتولوژي پوهنځي څخه یې تر دې مهاله په دوو دورو کې محصلین فارغ کړي او له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه یې هم له پیله تر اوسه په یوه یا دوو دورو کې محصلین فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

ښاغلي شفاهي همدا راز وویل، دوی هر کال په مختلفه کچه نوي محصلین جذبوي، په تېرو کلونو کې د ځوانانو لېوالتیا او د هغوی اقتصادي او د ژوند شرایطو ته په کتو د نوو محصلینو د جذب شمېر نسبت اوس وخت ته ډېر و، داسې چې په ۱۳۹۶ کال کې یې شاوخوا ۳۰۰۰ نوي محصلین جذب کړل، په ۱۳۹۷ کال کې یې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ پورې، په ۱۳۹۸ کال کې له ۱۵۰۰ څخه تر ۱۶۰۰ تنو او په ۱۳۹۹ کال کې یې هم ۱۳۵۰ نوي محصلین جذب کړي دي چې د تېرو کلونو په پرتله یې شمېر یو څه کم دی.

ښاغلي شفاهي زیاته کړه، دوی د محصلینو مالي او اقتصادي حالت او د پوهنتون د څېړنیز ټیم پرېکړو ته په کتو د تخفیف په برخه کې تصمیم نیسي او خپلو محصلینو ته په مختلو کچو تخفیف وړاندې کوي.

د رهنورد پوهنتون یاد مسوول وايي، دوی خپلو پوهنځیو ته په کتو درسي ټایمونه ترتیب کړي دي، داسې چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې هم په سهارنۍ او هم په ماښامنۍ دوره کې درسي چارې پر مخ بیایي، خو پاتې درې نور پوهنځي یې بیا یوازې په یوه درسي ټایم کې خپلې چارې پر مخ بیایي چې د سهار له اتو بجو پیل او وروسته له غرمې په دریو بجو پای ته رسېږي.

ښاغلي شفاهي همدا راز وویل، دوی په رهنورد پوهنتون کې د خپلو محصلینو لپاره یو مجهز او بډایه کتابتون لري، چې شاوخوا شل زره جلده کتابونه پکې شته او په یوه وخت شاوخوا پنځوس محصلین کولای شي مطالعه پکې وکړي او خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي. نوموړي زیاته کړه، دوی پر دې کتابتون سربېره له پوهنتونه د باندې یو بل کتابتون هم لري چې شاوخوا ۱۵۰۰۰ جلده کتابونه لري او پر محصلینو سربېره ښاریان او هېوادوال کولای شي ګټه ترې واخلي او وخت ناوخت مطالعه پکې وکړي.

ښاغلي امان الله شفاهي زیاته کړه، دوی په هېواد کې د ننه په ځانګړې توګه په مزارشریف ښار کې له ډېرو خصوصي پوهنتونونو او د بلخ ولایت له دولتي پوهنتون سره نېکې او اکاډمیکې اړیکې لري او همدا راز له هېواده د باندې له ځینو ترکي او قزاقستاني پوهنتونونو سره هم د متقابلو اړیکو او همکاریو تفاهم لیکونه لري.

د ښاغلي شفاهي په وینا، د رهنورد پوهنتون فارغ شوو محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا ثبت او راجستر شوي اسناد ورکړل شوي دي او د همدې اسنادو د شتون پر بنسټ د دوی ډېری محصلین د کار په بازار کې پر دندو بوخت دي او ځینې نور یې هم د ماسټرۍ او لوړو زده کړو د دوام په موخه له هېواده د باندې تللي دي.

د رهنورد پوهنتون سرپرست امان الله شفاهي همدا راز وویل، دوی په هره پوهنځي کې په مختلفه کچه استادان لري، د نوموړي په وینا، په معالجوي طب پوهنځي کې له ۱۰۰ څخه زیات استادان لري، په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې له ۳۰ څخه زیات او په ښوونې او روزنې پوهنځي کې هم له ۲۵ تر ۳۰ پورې استادان لري. د نوموړي په وینا، په ټوله کې رهنورد پوهنتون شاوخوا ۲۰۰ استادان لري چې په فعال ډول محصلینو ته تدریسي چارې پر مخ وړي. نوموړی زیاتوي، له دې استادانو څخه شاوخوا ۷۰ سلنه یې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او پاتې نور یې لسانس دي.

ښاغلي شفاهي زیاته کړه، دوی په رهنورد پوهنتون کې خپلو محصلینو ته د پام وړ خدمتونه او اسانتیاوې وړاندې کوي، له دې ډلې کولای شو مجهز کمپیوټر لب، مجهز کتابتون، د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځیو د محصلینو لپاره پرمختللي او مجهز لابراتوارونه او د عملي کار خونو ته اشاره کولای شو. پر دې سربېره، مجهز ټولګي، ارامه فضا او مجهز درسي امکانات هغه اسانتیاوې دي چې په رهنورد پوهنتون کې د محصلینو په واک کې ورکړل شوي دي.

ښاغلي شفاهي همدا راز وویل، دوی د پوهنتون د پرمختګ او لا بډاینې لپاره ځینې پلانونه لري چې تمه ده په نږدې راتلونکي کې به پلي شي، لکه د اعتبار ورکړې د درېیمې مرحلې بشپړول، پر یوه معیاري او نړیوال پوهنتون باندې بدلېدل، د ماسټرۍ پروګرام رامنځته کول او داسې نور هغه پلانونه دي چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي کړي.

په پای کې ښاغلي امان الله شفاهي زیاته کړه، دوی له دولت او په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي څو د خصوصي پوهنتونونو لپاره لا ډېره پاملرنه وکړي، ملاتړ یې وکړي او یاد ملاتړ او پاملرنه یې باید ټول شموله وي. همدا راز ښاغلي شفاهي په خپلو خبرو کې د ځینو هغو نیمګړتیاوو په هکله وویل، چې په پوهنتون کې یې لري، لکه د څېړنو د برخې پياوړي کول، د کتابتون لا بډایه کول، د تخفیف په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کول، ځکه چې یادې موسسې ته ډېر محصلین مراجعه کوي او ډېری له دوی څخه د لوړو زده کړو د دوام په خاطر مالي او اقتصادي توان نه لري او داسې نورې کوچنۍ ستونزې چې د نوموړي په وینا په نږدې راتلونکي کې به حل شي.

Previous Post

کرنې ریاست: په بغلان کې ۳۲۸ زېرمې او سړې خونې جوړې شوي

Next Post

اېچ ټي سي خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
اېچ ټي سي خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

اېچ ټي سي خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

قطر د افغانستان د ښوونځیو ودانیو جوړولو کې مرسته کوي

قطر د افغانستان د ښوونځیو ودانیو جوړولو کې مرسته کوي

جولای 25, 2022

Play Reel Em In Slot Online Free

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved