د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، روان کال په هېواد کې نږدې۵۰۰ زره ټنه پنبه تولید شوې ده او که په کور دننه پروسس شي زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. د دغې خونې مرستیال زیاتوي چې د پنبې د پروسس لپاره باید معیاري کار خونې جوړې شي، څو د پنبې تار او غوړي نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو ته صادر شي. یو شمېر کروندګر بیا د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي، څو د دوی محصولات لا زیات شي. په ورته وخت کې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، چې تر اوسه په هلمند، کندهار او بلخ ولایتونو کې د پنبې د پروسس لپاره کار خونې جوړې شوي دي.











