روسیه وایي د افغانستان په ګاونډ کې د نظامي اډو لرلو لپاره د امریکا هڅې ناکامې شوې دي. د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال یوري کوکوف په تازه څرګندونو کې ویلي امریکا ډېره لېواله وه چې د افغانستان په شاوخوا کې نظامي اډې ولري. دده په خبره تر دې دمه د امریکا دا هڅه ناکامه شوې چې د افغانستان د څارلو لپاره ددغه هېواد په شاوخوا کې نظامي اډه ولري. هغه زیاته کړې ښایي د سیمې هېوادونه امریکا ته ددې کار اجازه ور نه کړي. له دې سره جوخت ازبکستان هم ویلي چې دوی د خپلو قوانینو له مخې په خپل هېواد کې د بهرني هېواد نظامي تاسیساتو ته اجازه نه شي ورکولی












