روسیه وایي امریکا په افغانستان کې د ثبات او آرامۍ پر ضد ده. د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې په تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د دوی معلومات ښيي چې امریکا او ملګري یې په افغانستان کې آرامي او ثبات نه شي زغملی او په خبره یې په تمامه مانا دلته د ثبات او امنیت له راتګ سر مخالف دي.
دغه سرچینه وایي د دوی معلومات ښيي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې له جګړې، ورانۍ او سپکاوي پرته بل هېڅ مثبت کار نه دی ترسره کړی او په پای کې له افغانستان وتښتېدل خو اوس هم دلته لاسوهنې کوي او د ثبات او امنیت د راتګ مخالف دي.
دغه روسي اداره افغانستان کې د دوی پر سفارت برید هم غندي او باور لري چې امریکا نه غواړي افغانستان ته دایمي ثبات او امنیت راوګرځي.











