د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا د افغانستان وضعیت ته په اشارې ویلي چې د ناټو د زوال وخت رارسېدلی دی. نوموړې پر خپل ټلګرام لیکلي چې له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو ځواکونو وتلو وښوده چې د ناټو د زوال وخت را رسېدلی دی او امریکا هم نور د یو هدایت کوونکي په توګه په پخواني موقف کې نه ده. هغې ویلي چې امریکا به له دې وروسته ونه شي کولی چې د ناټو هېوادونو ترمنځ مؤثره همغږي وکړي. زخاروا ټینګار کړی دی چې ناټو په ټوله نړۍ کې د یو سیاسي او نظامي بلاک په توګه فعالیت کاوه خو له دې وروسته داسې ښکاري چې نور به د نړیوال نظم په تضمین کې هیڅ مؤثریت ونه لري. هغې دغه راز څرګنده کړې چې د ناټو زوال په مطلقه توګه واضح دی، دغه ایتلاف له عراق څخه خپل تجهیزات بالتیک هېوادونو ته ولېږدول او هلته یې عادي خلکو ته ورکړل او په افغان جګړه کې دومره ستړي شول چې د چورلکو په ګډون یې ټول تجهیزات هغو کسانو ته پرېښودل چې دوی یې پر وړاندې له همدې وسایلو استفاده کوله.












