د افغانستان لپاره د روسیې او ازبکستان ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې کړې دي. راپورونه وایي چې ضمیر کابلوف او عصمت ایرګاشیف په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي او دواړو لوریو په دغه هېواد کې د روان بحران پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی. راپورونه کاږي چې دواړو لوریو دغه راز له افغانستان سره د نړیوالو بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې هېوادونه به یې د افغانانو د لاسنیوي لپاره روانې هڅې لا همغږې او پراخې کړي. روسیې په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه خپلې ناستې ډېرې کړې دي او په وروستیو څو اوونیو کې یې د بېلو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت بحثونه کړي دي.










