د روغتیا نړیوال سازمان په هرات ولایت کې د وروستیو زلزله ځپلو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه ولایت زلزله ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې تراوسه ۴۱ سلنه پورې د خپلې اړتیا وړ بودجه ترلاسه کړې ده. دغه سازمان پرون په یو راپور کې ویلي چې په هرات ولایت کې وروستیو پرله پسې زلزلو ۲۷۵ زره کسان اغیزمن کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له دې سره سره چې د دغو زلزلو څخه ۷۵ ورځې تیرې شوي، خو لا هم زلزله ځپلي د خیمو او لنډ مهاله پناه ځایونو کې دیره دي او دغه بې ځایه شوي کسان د مختلفو روغتیايي مسایلو په ځانګړي ډول د تروما او روحي اختلالاتو څخه کړیږي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د زلزله ځپلو له ډلې ډیر زیان ښځو، ماشومانو او عمر خوړلو کسانو ته رسیدلی دی چې د ژمي په موسم کې د هغوی کړاونه لا زیات شوي دي.











