په افغانستان کې د قابلو د روزنې ځينې بنسټونه وايي چې په وروستیو کې زرګونه قابلې روزل شوې دي خو په لرو پرتو سیمو کې یې له کمښت او سختې اړتیا سره سره، بیا هم کاري فرصتونه ورته نه شته او بې روزګاره دي. د ۲۰۲۰ کال د یوې څېړنې له مخې په افغانستان کې ټولټال ۳۷ زره ښځينه قابلې شته خو ایله اووه زره یې په دولتي او شاوخوا پنځه زره یې په خصوصي سکټور کې په دندو بوختې او نورې بې روزګاره دي. په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې کاري فرصتونه ورته ډېروي. د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې تېر حکومت ملامتوي چې ګواکې د قابلو اړتیا ته په کتو یې هغوی ته کافي کاري فرصتونه نه دي برابر کړي او وايي، دوی دې کمي ته متوجه دي او حلوي یې.












