روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۲۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۰ زره او ۵۳۶ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۷ تنه مړه شوي او ۷۵ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زر او ۵۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۸ زره او ۷۹۹ ته لوړ شوی دی.












