د افغان ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له ټام ویسټ سره یو ځای له یو شمېر قزاقستاني چارواکو سره د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي. نوموړې پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې یې له افغان ښځو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو د ملاتړ زیاتېدو په اړه بحثونه کړي.
هغې زیاته کړې چې قزاقستاني چارواکو ژمنه کړې چې د افغان نجونو او مېرمنو د زده کړې ترڅنګ به له متشبثو مېرمنو هم ملاتړ ته دوام ورکوي.












