د زابل ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د اړمنو سیمو لپاره د یوه خیریه بنسټ بنسټ په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژې چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د څښاک اوبو رسولو د دغې پروژې چارې په ۳ ماشتو کې بشپړېږي او شاوخوا ۹۳ زره ډالره لګښت پرې راځي. د دغې پروژې له مخې به د (الهلال الأحمر القطري) خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د زابل په ۹ بېلابېلو سیمو کې ۹ څاګانې وکیندل شي چې هره څاه به د سولر سیسټم، اوبو زېرمه کولو ټانکۍ او ټولو اړینو وسایلو سره مجهزه وي.












