د زابل د عامې روغتيا رياست مسوولین وايي چې دغه ولایت کې یې د تېرو درېوو میاشتو پر مهال راټول کړي وخت تېري اته ټنه درمل سوځولې دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر ميرويس افغان ویلي چې تېرو پنځو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې دغه ولایت کې په وخت تېري درمل راټول او لهمنځه یې وړي. د نوموړي په وینا، دا اته ټنه درمل يوازې د مرکز قلات ښار له درملتونونو راټول او نن سوځول شوې دي. افغان زىاته کړه چې له دې وړاندې د تاریخ تېرو درملو د راټولونې کمپاین په شاجوۍ، ارغنداب او شینکۍ ولسواليو کې هم شوی چې راټول شوي درمل یې سوځول شوې دي.












