د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، له ا.ا سره د نړۍوالې ټولنې تعامل، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د بشري حقونو د رعایت او د ښځو زده کړو حق پورې مشروط بولي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د اسلامي همکاریو سازمان د رییس کوربه و، له نړۍوالې ټولنې او د ا.ا له سرپرست حکومته غواړي چې له یو بل سره تعامل وکړي او د تېرو تېروتنو له تکرارولو لاس واخلي. زرداري له نړۍوالې ټولنې او سرپرست حکومته غواړي، چې له یو بل سره تعامل وکړي. بل خوا، د اسلامي همکاریو سازمان رییس ابراهیم طه زده کړو ته د نجونو نه لاسرسی د نړۍوالې ټولنه یوه اندېښنه بولي او وایي، چې د دې ستونزې د حل لپاره به له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي. خو ا.ا وایي، چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره له اسلامي اصولو او شریعته نه تېرېږي.












