د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي په افغانستان کې ځینې کړۍ فعالیت کوي چې هغوی د سولې مخالفې دي او هڅه کوي د سولې په بهیر کې خنډونه جوړ کړي او تخریبي فعالیتونه ترسره کړي. نوموړي د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د تېرې ورځې برید هم غندلی دی او په خبره یې افغانان باید د دښمن په دغه ډول کړنو د سولې له بهیر لرې نه شي. هغه زیاتوي تاریخ ښودلې چې دښمن د سولې د تخریب لپاره نهایي هڅه کوي خو افغانان باید په دې لومو کې ګیر نه شي. خلیلزاد ټینګار کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او په خبره یې اوسنی فرصت باید په هېڅ بیه ضایع نه کړل شي.












