سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 3, 2021
in پوهنتون
0
سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې خپلې رسمي چارې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت په منظورۍ په مزار شریف ښار کې پیل کړې دي. د دې موسسې مالي او اداري مسوول محمد رستم دانش وایي، چې له ۱۳۸۷لمریز کال راهیسې په یاده برخه کې فعالیت کوي او تر اوسه پورې یې د افغانستان له ټولو ولایتونو، په ځانګړې توګه شمالي ولایتونو یو زیات شمېر ځوانانو ته چې نارینه او ښځینه دواړه پکې شامل دي، د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړې ده. دی وایي، هڅه یې دا ده چې په اړونده برخه کې په لوړ معیار خلکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي. دانش وایي، چې موسسه یې درې پوهنځي (شرعیات، انجنیري او کمپیوټرساینس) لري چې درې واړه فعال او محصلین پکې پر زده‌کړو بوخت دي. دی وایي، هر پوهنځی یې بیا په خپل چوکاټ کې اړوند ډیپارتمنتونه لري.

په سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسه کې د تدریس چارې پر کار پوه او مسلکي استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي چې په خپل مسلک کې له پوره تجربې او مهارت څخه برخمن دي. د لوړو زده‌کړو د دې موسسې هڅه دا ده چې د مسلکي استادانو پر مټ ټولنې ته هم مسلکي او پر کار پوه کسان وړاندې کړي.

محمد رستم دانش وایي، چې په دریو واړو پوهنځيو کې یې د ۱۲۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر لوړو زده‌کړو بوخت دي، چې له ډلې یې ۴۰۰ ښځینه او پاتې نور یې نارینه دي. دانش وایي، چې په دې موسسه کې د هېواد له بېلابېلو  ولایتونو څخه محصلین پر لوړو زده‌کړو بوخت دي، چې ډېری یې د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي.

سادات د لوړو زده‌کړو موسسې تر اوسه پورې پوهنتون ته ارتقا نه ده کړې او نه یې هم هغه معیارونه پوره کړي چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ پروګرام پیلولو لپاره ټاکلي، نو محمد رستم دانش وایي، چې په کوم پوهنځي کې د ماسټرۍ پروګرام نه لري. دی وایي، په شرعیاتو او کمپیوټرساینس پوهنځیو کې یې د ماسټرۍ پروګرام پیلول په پنځه کلن ستراتېژیک پلان کې شامل دي. دی وایي، کله یې چې ټول اړین شرایط پوره کړل، نو په اړوندو پوهنځیو کې به د ماسټرۍ پرورګرام هم پیل کړي.

د سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې له فعالو پوهنځيو څخه تر اوسه پورې ۲۴ دورې محصلین  چې شمېر یې ۲۰۰۰ ته رسېږي، د لېسانس په کچه فارغ شوي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي. د لوړو زده‌کړو د دې موسسې مالي او اداري مسوول محمد رستم دانش وایي، چې د فارغو شویو محصلینو په ډله کې یې ښځینه او نارینه محصلین دواړه شامل وو. دی وایي، چې فارغ شوي محصلین یې خپله په بلخ ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې په دولتي او خصوصي ادارو کې په کار بوخت دي او یا یې هم خپله نورو خلکو ته د کار زمینه برابره کړې ده. دی وایي، هڅه یې دا ده چې پر کار پوه او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

په خصوصي پوهنتونونو کې په کلني ډول د نویو محصلینو جذب تر ډېره په هېواد کې پر امنیتي او اقتصادي حالت پورې تړلې خبره ده. د سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې مالي او اداري مسوول وایي، چې خصوصي پوهنتونونه په کال کې دوه ځله د کانکور ازموینه اخلي، نو دوی هم په کال کې له پنځو سوو نیولې تر ۱۰۰۰تنو پورې نوي محصلین جذبوي. دی وایي، چې د دغو محصلینو د جذب لپاره ټول هغه امکانات لري، چې اړتیا ورته لیدل کېږي.

د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسې یوه ښېګڼه دا ده چې محصلین یې کولای شي، د زده‌کړو ترڅنګ کار هم وکړي؛ ځکه خصوصي  پوهنتونونه تر ډېره د محصلینو په خوښه درسي وختونه برابروي، څو محصل هم زده‌کړې وکړي او هم یې تر څنګ په خصوصي او دولتي ادارو کې کار وکړي. سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې د خپلو محصلینو لپاره د د ورځې په دوو وختونو کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې او محصلین زده‌کړو ته ورته راځي.

سادات د لوړو زده‌کړو موسسه په ټوله کې د خپلو محصلینو لپاره تخفیف ورکوي، خو د ۱۳۹۹ لمریز کال لپاره یې ۱۰۰ نوي وړیا بورسونه د هغو محصلینو لپاره په پام کې نیولي، چې له نوي سلنې څخه یې زیاتې نمرې اخیستې وي. د دې ترڅنګ نیمه وړیا یا هغه بورسونه هم لري، چې محصل کولای شي په پنځوس سلنه تخفیف باندې په سادات د لوړو زده‌کړو موسسه کې زده کړې وکړي. دانش وایي، چې دغه تخفیف تر ډېره جنګ ځپلو، د شهیدانو او معلولینو وراثانو او د هغو کسانو لپاره په پام کې نیول شوی چې اقتصادي ستونزې ولري او نه شي کولای خپلو لوړو زده‌کړو ته ادامه ورکړي.

د لوړو زده‌کړو دې موسسې د خپلو محصلینو او استادانو لپاره د موسسې په چوکاټ کې یو مجهز کتابتون هم جوړ کړی دی. محمد رستم دانش وایي، چې په کتابتون کې یې د ۴۰۰۰ په شاوخوا کې د پوهنځیو اړوند او نور بېلابېل کتابونه موجود دي. دی وایي، محصلین او استادان یې کولای شي له یاد کتابتون څخه وخت ناوخته ګټه واخلي او مطالعه یې کړي.

سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسه هڅه کوي چې محصلینو ته د نظري زده‌کړو ترڅنګ د عملي زده‌کړو زمینه هم برابره کړي. محمد رستم دانش وایي، چې د شرعیاتو پوهنځي د محصلینو لپاره یې زمینه برابره کړې چې په مزارشریف کې په ترسره کېدونکو محاکمو کې برخه واخلي او تجربه یې لوړه کړي. دغه راز هغه محصلین چې د نمرو فیصدي یې لوړه ده، کولای شي چې په خپله په یاده موسسه کې تر شپږو میاشتو پورې د استاد همکار پاتې شي. تر څنګ یې وخت ناوخته د محصلینو لپاره سیمینارونه او روزنیز ورکشاپونه هم دایروي.

محمد رستم دانش وایي، چې سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسه پنځه کلن ستراتېژیک پلان لري چې د موسسې د پرمختګ لپاره یې ډېر څه پکې شامل کړي دي. له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا کول، د طب، ښوونې او روزنې، حقوق او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځيو جوړول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول او دې ته ورته نور د سادات د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې راتلونکي پلانونه دي.

د لوړو زده‌کړو دغه موسسه په کور دننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري، خو محمد رستم دانش په دې اړه څه ونه ویل چې ایا له دې پوهنتونونو سره یې د علمي اړیکو کومه هوکړه لاسلیک کړې او که نه، خو وایي، چې په ترکیه، هند، پاکستان او روسیه کې یې له یوشمېر پوهنتونونو سره د اړیکو ترڅنګ د علمي اړیکو هوکړې لاسلیک کړي، چې له مخې به یې فارغ شوي محصلین د لا نورو لوړو زده‌کړو لپاره دغو هېوادونو ته ور استوي.

Previous Post

ساپی: په ننګرهار کې د ۸.۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۵ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Next Post

ایا ۲۰۲۰ز کال د تاریخ تر ټولو بد کال و؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
ایا ۲۰۲۰ز کال د تاریخ تر ټولو بد کال و؟

ایا ۲۰۲۰ز کال د تاریخ تر ټولو بد کال و؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين به په روان کال کې فضا ته د هوا پېژندنې ۲ سپوږمکۍ وتوغوي

فبروري 22, 2023
د تورخم- پېښور لویه لاره د سوداګرو پر مخ پرانېستل شوه

د تورخم- پېښور لویه لاره د سوداګرو پر مخ پرانېستل شوه

اکتوبر 18, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved