د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، ډېورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه فرضي کرښه ده او دا خاوره هیڅوک له افغانستان څخه نه شي جلا کولی. نوموړي لوګر کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکوونو د وتلو ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې اوس هم پاکستان له فرضي کرښې هاغاړه د افغانستان خپلې خاورې ته افغانان له پاسپورت او ویزې پرته نه پرېږدي. د ستانکزي په خبره، د پاکستان دا چلند به د ۱۹۷۰ کال د بنګال تاریخ بیا تکرار کړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر تورخم ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، چې سرپرست حکومت هیڅ وخت د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت نه پېژني.












