د سردار محمد داود خان روغتون ډاکترانو او متخصصینو، د مغزو تومور عملیات په بریاليتوب ترسره کړي دي. دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د ملي دفاع وزارت اړوند د روغتیایي چارو قوماندانۍ ډاکټرانو او متخصصینو د هڅو په پایله کې، د پر مختللو عصري طبي ماشینونو او وسایلو په لرلو سره؛ د عصبي جراحي ټیم لخوا د سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د مغزو تومور پيچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول. ويل شوي چې د تومور په لرې کېدو سره، اوسمهال د یاد ناروغ روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.











