د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي هغه سیمې چې د عاشورا په مناسبت تجمعات پکې کېږي او یا غونډې پکې جوړېږي د بل هر وخت په پرتله له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي. نوموړي ددغه غونډو پر جوړونکو غږ کړی دی چې د خلکو د امنیت د تامین لپاره باید جدي ګامونه اوچت کړي او هڅه دې وکړي چې احتمالي خطرونه له منځه یوسي. دانش له عامو وګړو هم غوښتي چې له حکومت سره د امنیت په تامین کې همکاري وکړي. بلخوا ولسمشر غني هم تېر ماښام له دیني عالمانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د مذهبي مراسمو په امنیت کې باید امنیتي ادارې خپله ټوله هڅه وکړي. تر دې وړاندې کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د عاشورا د مراسمو لپاره یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.












