په ایران کې ځینې افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له لوري د کډوالو نیولو او ځورولو له دوامه شکایت کوي. دوی وايي، د پولیسو له لوري د نیولو وېرې له امله په ښار او تفریحي ځایونو کې کم تګ راتګ کوي. له دې سره سم، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په ایران کې د افغان کډوالو د نیونې بهیر د درېدو غوښتنه کوي او وايي، دمګړۍ هم د ایران په بندخونو کې شاوخوا ۷ زره افغان کډوال بندیان دي. د کډوالو چارو ځينې فعالان بیا وايي، سرپرست حکومت باید د ایران په ګډون په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته جدي پام وکړي.











