د سرپل ولایت مسوولین وايي د دغه ولایت په نوې تشکیل شوې ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله یو ماشوم مړ شوی دی. د یاد ولایت طبيعي پېښو ته د رسېدنې رییس سید صفت الله سرپلي وايي، دغه پېښه تېره شپه شوې ده. هغه زياته کړه، د سالم په نوم یو ۱۲ کلن ماشوم تېره شپه د خځلو راټولولو پر مهال په سېلاب کې ډوب او مړ شو. نوموړي وویل په تېرو دوو ورځو کې د یاد ولایت په ځینو سیمو کې سېلابونه راوتلي، خو تر اوسه له امله يې د اوښتو زيانونو په اړه دقیق معلومات نه لري.












