د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند وايي، د ۱۴۰۲ لمریز کال د اټکلیزې سر شمېرنې له مخې د افغانستان ټول نفوس ۳۴ اعشاریه ۹ میلیونه دی چې ۵۱ سلنې یې سړي او ۴۹ سلنې یې ښځې دي. محمد حلیم رافع، له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د علمي او هر اړخیزې سرشمېرنې د ترسره کولو په موخه یې وزیرانو شورا ته یوه طرحه وړاندې کړې ده. د رافع په وینا، د ټول هېواد د وګړو علمي سرشمېرنه ډیرې بودجې ته اړتیا لري چې د نړۍوالو بنسټونو همکاري هم پکې لازمه ده.












