د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د سمنګان ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ کې د کوکجر د اوبو ذخیره کولو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه بند د یاد وزارت د ۲میلیونه ۲۹۲ زره او ۸۴۰ افغانیو په مالي لګښت د یوه کورني شرکت له لوري جوړ شوی دی. دې وزارت ویلي، چې دغه بند په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د اوبو ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، موسمي سيلابونو د کنټرولو او د چاپېریال د ښکلا په برخه کې مهم رول ولري.












