د سمنګانو په مرکز ایبک او خلم ولسوالۍ کې په جلا جلا ترافیکي پېښو کې ۱۶ تنه ټپيان شوي دي. د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، چې د سمنګان- بلخ پر لویه لار د مرکز ایبک په آقمزار کلي کې د ۲ کرولا ډوله موټرو د چپه کېدو له امله ۹ تنه ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې دغه راز د سمنګان – کندوز پر لویه لار د خلم ولسوالۍ په شباغلي کلي کې د یو مازدا ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۷ تنه ټپيان شوي دي. ټپيان د سمنګانو ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د يادو پېښو لاملونه د موټرو تخنیکي ستونزې او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.












