د سمنګانو ځايي چارواکو د دغه ولایت په رويي دوآب ولسوالۍ کې پر نږدې ۴،۵ کیلو متره سړک د جغل اچولو او بیارغونې د چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو مسوول ثمرالدین شاهرخي ویلي، چې دغه کلیوالي سړک د یونپس دفتر په مالي مرسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د یوه خصوصي شرکت په تخنیکي همکارۍ د رویي دوآب ولسوالۍ کې د ۳۷ زره ۸۹۸ امریکايي ډالرو په لګښت د ۴،۵ کیلومترو په اوږدوالي بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د نوموړي په خبره یاد سړک ۶ متره سور لري، چې د هزارسم له کوتل څخه تر خواجه زاهد کلي پورې غځیدلی دی. د یاد سړک په بشپړېدو سره د یادې ولسوالۍ د ۲ زره کورنیو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د کار په جریان کې یې لسګونه تنه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه.











