د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د هېواد په بازارونو کې د افغانیو د دودولو په موخه د افغانستان بانک له اقدامه هرکلی کوي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه دغه راز د نویو بانک نوټونو چاپېدل او د زړو پيسو د راټولولو لپاره بازار ته د هغو وړاندې کېدل، یو ګټور ګام ګڼي. د دې خونې د دارالنشا رییس زیاتوي، چې دغه پيسې د نړۍ د یوې مشهورې کمپنۍ له لوري چاپ شوي دي او ډېره برخه یې افغانستان ته رالېږدول شوې ده. که څه هم د افغانستان بانک د سرپرست حکومت د چارواکو په لاسلیک سره د نویو بانک نوټونو د چاپ په تړاو څه نه دي ویلي، خو دغه نوې چاپ شوې پيسې د دغه بانک لخوا د هېواد بازارونو ته را ایستل شوي دي.











