د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور د سرپرست حکومت د مشرتابه له خوا په مالیاتو کې د تخفیف د نوي فرمان هرکلی وکړ. د پانګونې خونې او خصوصي سکټور مسوولین وایي، په مالیاتو کې د تخفیف له نوي فرمان څخه ملاتړ کوي او زیاتوي چې په دې سره د ډېری سوداګرو ستونزې حل شوې دي. د افغانستان د پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې دوی د مالیاتو د تخفیف د تازه فرمان هرکلی کوي او له حکومته غواړي چې د هېواد مالیات او ټکسونه اوسنيو شرایطو ته په کتو وټاکل شي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د یو هېواد پرمختګ او ابادي یوازې د مالیاتو په لوړولو سره نه، بلکي د کار او روزګار په برابرلو سره کېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور غړي خان جان الکوزي هم په یاده غونډه کې وویل چې له شک پرته د تخفیف نوی فرمان د صنعت د پرمختګ لپاره ډېر ګټور دی، خو د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې اسانتیاوې لا هم نه دي حل شوې.












