په کابل کې د امام ابو حنيفه دویم نړیوال نندارتون نن د یو شمېر دولتي مسوولینو، ملي سوداګرو او پانګوالو په ګډون د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد. د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست په دغه غونډه کې وویل، چې د ورته نندارتونونو د دوام او لا معياري کولو په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي او د افغانستان د توليداتو د معرفي کولو په موخه په نږدې راتلونکي کې قزاقستان ته سفر کوي. نوموړي زیاته کړه، چې په قزاقستان کې د افغاني توکو د نندارې په موخه لسګونه غرفې په وړیا ډول د افغانستان په اختيار کې ورکړل شوې دي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست له هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې له داخلي توليداتو څخه ګټه واخلي او دوی يې د ښه کيفيت ډاډ ورکوي.












