په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ایلوا فیلون ویلي چې افغانستان له اوسني بحران څخه د راوتلو لپاره د نړیوالې ټولنې بېړني ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ژمي په را رسېدو سره به په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شي. تر دې وړاندې سره صلیب په یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه کسان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري. یادې کمېټې اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې بشري بحران به میلیونونه خلک له لوږې سره مخ کړي. سره صلیب کمېټه دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندوي چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو، له افغانستان سره له اعلان شویو مرستو څخه یې یوازې ۳۰ سلنه مرستې ترلاسه کړې دي.












