د سره صلیب او د سرې میاشتو د ټولنو نړیوال فدراسیون ویلي چې په افغانستان کې په تېره میاشت کې د کرونا وبا مثبتې پیښې ۲۴۰۰ سلنه زیاتې شوي چې له کنټرول څخه وتلي دي. دغو ټولنو اعلان کړی چې تېره اوونۍ د کرونا وبا د پېښو د ازموینو له دریو څخه یوه یې مثبته تشخیص شوې او روغتونونه د اکسېجن او بسترونو له سخت کمښت سره مخامخ دي. د افغانستان د سرې میاشتې د ریاست سرپرستې نیلاب مبارز، په یوې وینا کې ویلي، چې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې کړکېچ حد ته رسیدلی، ځکه د کابل او نورو سیمو په روغتونونو کې بسترونه په بشپړه توګه ډک دي. د سره صلیب نړیواله کمېټه خبرداری ورکوي چې اکسېجن ته نه لاسرسی او د هغه د موندلو په اړه تردید وضعیت نور هم خرابوي. په افغانستان کې د سره صلیب استازي نسیفور مګندي وایي چې له افغان چارواکو سره یوځای هڅه کوي زیاتې منابع برابرې او د اکسېجن تولید زیات کړي.











