د سټنډرډ ملي ادارې خبر ورکړی، چې یو ځل بیا یې ایران ته د نیمروز او د فراه د ابو نصر فراهي بندر له لارې ۴۸ ټانکره بې کیفیته تېل ور ګرځولي دي. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نیمروز بندر له لارې يې ۱۰ ټانکره او دغه راز د فراه د شیخ ابو نصر فراهي (٧٨ میل) بندر له لارې ۳۸ ټانکره بې کیفیته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په ډېرې پاملرنې د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.











