ناټو وايي که افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شي نو له بهر به د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي دوی په دې هیله دي چې په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه رامنځ ته نه شي او دغه هېواد سیمې او نړۍ ته په ګواښ بدل نه شي. دده په وینا که داسې کوم څه کېږي نو دوی به له افغانستان بهر په دغه هېواد کې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي او خپل بریدنه به تنظیم کړي. سټولټنبرګ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې نن د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه ترسره شي. په دې غونډه کې به د افغانستان اړوند مهم مسایل د ناټو د غړو هېوادونو د وزیرانو تر بحث لاندې وي.












