روسي رسنۍ وایي د طالبانو په سپارل شوي لېست کې په پاتې زندانیانو کې شاوخوا ۱۵۵ کسه یې پاکستاني جنګیالي دي. روسي رسنۍ سپوتنیک وایي باوري سرچینو ورته ویلي چې د طالبانو په پاتې شپږ سوه کسانو کې داسې بندیان شامل دي چې دوی د امریکا یا نورو هېوادونو په تور لېست کې دي او همدا راز ۱۵۵ کسه یې هغه پاکستاني جنګیالي دي چې له افغان پوځیانو سره په مخامخ جګړه کې نیول شوي دي. دغه سرچینې ویلي چې پر دې زندانیانو ناندرۍ روانې دي او امریکا هم په دې برخه کې د افغان حکومت په لوري ده. سرچینه کاږي امریکايي لوری هم ټینګار کوي چې په تور لېست کې شامل او بهرني جنګیالي دې نه خوشي کېږي، خو طالبان بیا د زندانیانو د خوشي کول د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره مهم شرط بولي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې په دې لېست کې هېڅ بهرنی او یا داسې بندي نشته چې په تور لېست کې شامل وي.












