چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

سړې خبرې او ګرمې وژنې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
in تبصرې
0
د سولې لپاره د غني د واک په ګډون ډېر څه قرباني کېدای شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په نیمروز کې په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ ملکیان وژل شوي دي. مسوولین وايي، برید یې پر طالبانو کړی، خو خلکو د ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه وکړو مړي د اعتراض په ډول د نیمروز مرکز ته راوړي وو. له دې سره په کابل کې بیا هم چاودنه وه چې د ملي ساتنې تصدۍ د ویاند ضیا ودان په ګډون پکې درې تنه ووژل شول. په ننګرهار کې بیا یو قومي مشر هم په بمي چاودنه کې وژل شوی او د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د هدفي بریدونه خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د وژنو په دې اوج کې د سولې خبرې بیا پیل شوې دي، خو د تېر په څېر خبري بیا سړې دي او له دواړو اړخونو څخه خبرو ته لېوالتیا کمه ښکاري. داسې ښکاري چې دا وروستۍ وژنې هم پر یو بل د فشار راوړلو او یا هم د سولې پروسې د تخریب لپاره کېږي چې له بده مرغه قربانیان پکې تر ډېره ملکي وګړي، مدني فعالان، ژورنالېستان او یا هغه کسان دي چې خلک پرې حساب کوي او پر وژنه یې ډېر خلک دردیږي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د جګړې دواړه اړخونه؛ حکومت او طالبان مخامخ له دې امله پړه دي. دوی له یوه اړخه په دغو بریدونو کې ښکېل دي، که پرون په کابل کې چاودنه شوې هم خلک پوهېږي چې چا کړې او که پر ملکي وګړو هوايي برید شوی، هم عاملین یې معلوم دي. د دې تر څنګ دواړه لوري له دې امله هم پړه دي چې ځان مسوولین ګڼي، خو د خلکو د امنیت په تامین کې پاتې راغلي دي. که د طالبانو تر کڼټرول لاندې سیمو کې څوک وژل کېږي، طالب یې د امنيت مسوولیت لري او که په کابل او نورو ښارونو کې خلک وژل کېږي، دولت پړ دی، ځکه چې دولت د خلکو د سرساتنې مسوول دی او باید خپل مسوولیت ترسره کړي.

دا وژنې، دا کرکې او نفرتونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي. که په ښار کې بمونه الوځي او یا ترورونه کېږي، د همدې ولس بچیان پکې وژل کېږي او که پر کلیو بمونه غورځي، بیا هم همدا بې ګناه او ډېری غریب او بې‌چاره ولس پکې ژوند بایلي. دلته اوږده جګړه شوې، ډېر خلک وژل شوي؛ ښځې، ماشومان، سپین ږیري، لوستي، نالوستي، ښاري او کلیوال او هر ډول خلک وژل شوي. دا وژنې نورې باید ودرول شي او په هېڅ ډول یې دوام د زغم وړ نه دی.

اوس چې د سولې خبرې شوې دا ډول بریدونه مخامخ پر سوله ګوزار دی. که ښکېل اړخونه فکر کوي چې په دې ډول پر مقابل لوري فشار راوړي، نو دا بیا د خپل هدف لپاره چټله، ناوړه او ناسمه لاره ده چې هېڅ ډول اسلامي، انساني او افغاني ارزښتونه اجازه نه ورکوي. دواړو اړخونو ته پکار ده چې پر سوله تمرکز وکړي، د سولې د خبرو اوسنی سوړ حالت ختم کړي، ګرمې، جدي او مثبتې خبرې وکړي. د سولې پروسه باید بریالۍ شي او هر څوک چې په دې پروسه کې خنډونه جوړوي، د افغانستان د خلکو دښمنان او د بې ګناه خلکو قاتلین دي چې هرو مرو به ورسره یو وخت حساب کېږي.

Previous Post

رحیمي: اریانا هوايي شرکت په ۲۰۲۰ کال کې نږدې درې نیم میلیونه ډالره ګټه کړې

Next Post

ډېر ناستی د انسان روغتیا ته زیان رسوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ډېر ناستی د انسان روغتیا ته زیان رسوي

ډېر ناستی د انسان روغتیا ته زیان رسوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یوه اونۍ کرېکټ خپرونه

یوه اونۍ کرېکټ خپرونه

اکتوبر 24, 2020
نړیوال جام ته تیاری؛ پاکستان ایرلنډ ته لوبه وبایلله

نړیوال جام ته تیاری؛ پاکستان ایرلنډ ته لوبه وبایلله

مې 11, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved