عامې روغتیا وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د ګوزڼ یا پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې او دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو ناروغۍ لومړنۍ پېښه ده چې په هېواد کې ثبتېږي. عامې روغتیا وزارت په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، په ۲۰۲۰ کال کې د ګوزڼ ناروغۍ ۵۶ مثبتې پېښي، په ۲۰۲۱ کال کې ۴ مثبتې پېښې او په ۲۰۲۲ کال کې یوازي ۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. یاد وزارت زیاتوي، د ګوزڼ ګواښ له هېواده په بشپړ ډول نهدی لرې شوی، خو زیاتوي، دغه وزارت په پام کې لري چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین فرعي کمپاین پیل کړي چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۶.۴ مېلیونه ماشومان واکسین شي.












