چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

سکاټ مېلر: طالبان په قصدي توګه عامه تاسیسات ویجاړوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 20, 2020
in افغانستان
0
سکاټ مېلر: طالبان په قصدي توګه عامه تاسیسات ویجاړوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سره له دې چې طالبان په خپلو رسمي اعلامیو کې د عامه تاسیساتو ساتنه خپل مسوولیت بولي، خو تازه عام ولس او امریکایي چارواکي پر طالبانو نیوکه کوي چې ګواکې دوی په قصدي توګه عامه تاسیسات، په تېره سړکونه او پلونه په نښه کوي. په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان ویلي، عامه تاسیسات له جګړې سره اړیکه نه لري، بلکې دا د افغانانو لپاره جوړ شوي او طالبان یې باید په قصدي توګه تخریب نه کړي. هغه همدا راز پر طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.

افغانستان څلورو لسیزو جګړو وران ویجاړ کړ، خو هغه تاسیسات چې په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالې ټولنې له لوري جوړ شوي، ډېری یې بېرته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په جګړو کې ویجاړ شوي دي. په دې وروستیو کې طالبانو پر ګڼو ولسوالیو او ولایتونو بریدونه کړي چې د ټولنیزو او نورو رسنیو د راپورونو له مخې، په ډېریو دغو جګړو کې د عامو خلکو د اسانتیا لپاره جوړ شوي تاسیسات ویجاړ شوي دي. د ارزګان په جګړه کې د یوه دارالمعلمین چور کېدل، د کندهار په ارغنداب کې د یوه ستر او مهم پله الوځول، په هلمند کې په جګړه کې د برېښنا سبسټېشن د توکو چور کول او دغه راز د کابل کندهار پر لویه لار د ماینونو ځای پر ځای کول، هغه پېښې دي چې یوازې په دې وروستیو څو میاشتو کې رامنځ ته شوې دي. د دې ټولو پېښو مسوول وسله وال طالبان بلل شوي دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

سره له دې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله هر ځل په خپلو مناسبتي پیغامونو کې د عامه تاسیساتو د ساتنې خبره کوي او پر خپلو وسله والو هم غږ کوي چې عامه تاسیسات وساتي، خو د عمل ډګر بیا برعکس دی او د طالبانو جګړه هره ورځ په هېواد کې د سړکونو، ښوونځیو، پلونو او نورو عامه تاسیساتو د ورانېدو او یا هم د هغه د جوړولو د مخنیوي سبب شوې ده.

اوس تازه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي چې طالبان په قصدي توګه عامه تاسیسات په نښه کوي. دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکايي چارواکی د امریکا او طالبانو ترمنځ تر سولې وروسته دغه ډول څرګندونې کوي. هغه به ارو مرو خپلې څرګندونې د قوي معلوماتو پر بنسټ کوي. سکاټ مېلر پر طالبانو سخته نیوکه کړې چې عامه تاسیسات په نښه کوي او په خبره یې، باید له دې کار لاس واخلي. د ده په خبره: ((عامه تاسیسات هغه څه دي چې د نړیوالې ټولنې له لوري د عامو افغانانو د هوساینې او پرمختګ لپاره جوړ شوي دي، هغه د جګړې برخه نه دي، باید طالبان یې له ورانولو لاس واخلي. دوی یې قصداً په نښه کوي)).

بلخوا سکاټ مېلر یو ځل بیا هم پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي. نوموړي دغه راز طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که تاوتریخوالی کم نه کړي، نو ښايي د سولې خبرې زیانمنې شي. دغه لوړپوړي امریکایي جنرال همدا راز ویلي چې له افغان ځواکونو یې ملاتړ دوام لري او طالبانو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي. د ده په خبره: ((موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو، طالبان هم باید تاوتریخوالی کم کړي. د دې تر څنګ موږ د افغان ځواکونو ملاتړ ته هم ژمن یو او د اړتیا په صورت کې مرسته ورسره کوو)).

تر سکاټ مېلر مخکې هم ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو نیوکه کړې چې ګواکي عامه تاسیسات ورانوي او د خلکو د پرمختګ مخه نیسي. دوی د لویو لارو د ویجاړولو، پر سړکونو د ماین اېښودلو، د سړکونو قصدي اړولو او دغه راز د پلونو ویجاړولو پر پېښو په ځلونو غبرګون ښودلی او پر طالبانو یې غږ کړی چې عامه تاسیسات د ولس شتمني ده او له دې تاسیساتو سره دښمني د ولس دښمني ده چې طالبان باید لاس ترې واخلي. طالبانو بیا د سکاټ مېلر پر دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

Tags: Top
Previous Post

په بېړه پرېکړه مه کوئ!

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سکاټ مېلر: طالبان په قصدي توګه عامه تاسیسات ویجاړوي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان له ازبکستان سره د برېښنا قرارداد یو کال نور وغځاوه

افغانستان له ازبکستان سره د برېښنا قرارداد یو کال نور وغځاوه

جنوري 1, 2023
ولې باید د ولسمشر مرستیال د کابل د امنیت مسوول شي!؟

د جګړې دوام او دوه زیانونه

اکتوبر 19, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved