د افغانستان د بیارغونې لپاره د څار امریکايي بنسټ يا سيګار ويلي، د افغانستان اقتصاد د طالبانو د واکمنېدو سره نور هم خراب شوی دی. سیګار په خپل تازه راپور کې د افغانستان د اقتصادي کړکېچ يو شمېر علتونه ښودلي چې پکې د طالبانو د واکمنېدو وروسته يو شمېر نړيوالو ادارو د افغانستان سره مالي مرستو سره تړلي دي. سیګار ویلي د افغانستان اقتصاد روان ساتل د طالبانو لپاره ستونزمن کار دی. د سیګار په راپور کې راغلي، له طالبانو وړاندې افغان حکومت هم د اقتصادي کړکېچ سره مخ وو ځکه چې د افغانستان کورنی اقتصاد دومره نه وو چې بهر ته دې په زیاته کچه صادرات ولري. راپور کې راغلي په افغانستان کې ۹۰ سلنه اقتصاد غېر رسمي دی چې حکومت ته ترې ماليه نه ورځي. د نړيوالو مرستو له بندېدو سره سره سږ کال وچکالۍ هم په اقتصادي ستونزو کې راځي او د کرونا وبا له امله هم د افغانستان اقتصاد ډېر ځپل شوی دی.











