سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

شل کلن حضور، وحشتونه او خیانتونه

لیکنه: هېواد ځاځی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
شل کلن حضور، وحشتونه او خیانتونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

 امریکا او ملګرو يې د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو حکومت يې ړنګ او پر ځای یې د بُن تر کنفرانس وروسته د حکومت داسې یو جوړښت رامنځته کړ، چې ټولې هغه ډلې ټپلې پکې واکمنې شوې، چې تر دې وړاندې يې له طالبانو سره د مقاومت په نوم جګړه کوله او د طالبانو پر وړاندې د امریکا د بریدونو ملاتړ او په ځمکنۍ جګړه کې د امریکا او ناټو د ځمکني ځواک رول یې ادا کړ. پر دې ډلو د امریکایانو لخوا د قدرت د چاکلېټو ویشلو تر څنګ بېساري ډالر هم وویشل شول، چې وروسته بیا پرې د هېچا زور هم ونه رسېد. امریکایان او ملګري يې په یوه نوي سوچ سره دلته راغلل، دوی په لومړیو کې افغانانو ته ډېرې غوړې ژمنې ورکړې، د جګړې ختمول، د نشه‌يي توکو د کرکلې او قاچاق له منځه وړل، دولت جوړونه، د امنیتي ځواکونو پياوړتیا، بیارغونه، د بنسټونو رغونه او دې ته ورته په لسګونه داسې نورې ژمنې چې له افغان جګړه ځپلي ولس سره د دوی د مرستو شعارونه ګرځېدلي وو، له څه مودې وروسته ګام په ګام دا هرڅه معکوس راڅرګند او ورو په ورو روښانه شوه چې ناټو او امریکا دلته دې څه په لټه د افغانانو خاوره کاروي او دوی برخلاف موږ د خپلو ګټو او اهدافو لپاره وژني. په دې شل کلن حضور کې چې امریکایانو دلته درلود، په سلګونه زره بېګناه افغان ماشومان، ښځې او سپين ږیري یې په ډېره بې رحمۍ د بمبارونو، چاودنو، توپچي بریدونو او شپنیو عملیاتو له امله قرباني شول. په دې خونړۍ جګړه کې چې پیلوونکي يې همدا په نړۍ کې د بشر پالنې ناره وهونکي وو، هر ډول جنګي جنایتونه یې تر سره کړل. کروندګر په کروندو کې، ماشومان په ښوونځيو او روغتونونو کې، ښځې او سپين ږیري په کورونو کې تر ړندو بریدونو لاندې ووژل شول، چې وروسته یې بیا هغه محاکم او بنسټونه هم تحریم کړل، چې دا جنایتونه یې څېړل. موږ د یوه داسې خونړي جنګ ښکار یو چي ودونه او ناوې مو هم د ړندو بمباریو ښکار شوي. د نشه‌یي توکو کښت په کراتو زیات او قاچاق يې خورا پياوړی دی. دولت جوړونه په دولت وېشنه، ډیموکراسي په بیروکراسۍ، بیارغونه په ویجاړۍ، اقتصادي وده په بېکارۍ او له هیواده د کدرونو تېښتې او اداري فساد افغانستان د نړۍ لومړی مفسد هیواد کړ.

 د امنیتي ځواکونو تجهیز په هغه کچه چې ورته اړتیا وه، ونه شو. په امنیتي سکټور کې هم هغه خلک واکمن شول چې د امریکا په جنایتونو کې يا شریک او یا هم چوپه خوله وو. هوايي ځواک مو یوازې په څو هلیکوپټرو پورې محدود پاتې شو، ملي يووالی يې په قومي جوړښتونو بدل او د ملت جوړونې پر ځای يې ملیت پالنه رامنځته کړه. خلاصه هر هغه څه يې تر سره کړل چې زموږ د ملي ګټو او ملي عنعناتو او عرف خلاف وو؛ مګر هغه څه يې وکړل چې د دوی د ګټو پالونکي او ساتونکي وو. زموږ ملي او بنسټيزې پروژې او د کانونو کېندل خو لا تر اوسه په صفر کې ضرب دي. اوس چې دوی د وتلو کوم تمثیل شروع کړی، دا هم د يوې خونړۍ جګړې له دوام سره مل دی. د جنګ د ختم پر ځای يې د دوام لپاره د سون توکو د برابرولو هڅه پيل کړې؛ ځکه دوی غواړي چې نظامي ځواکونه وباسي، خو د یوه دوامداره استخباراتي پایښت په لټه کې دي.

Previous Post

موټرولا تر ټولو کلک ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

Next Post

طالبان: تر اوسه مو په ۲۸ ولایتونو کې۱۴۳ ولسوالۍ نیولې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
طالبان: تر اوسه مو په ۲۸ ولایتونو کې۱۴۳ ولسوالۍ نیولې دي

طالبان: تر اوسه مو په ۲۸ ولایتونو کې۱۴۳ ولسوالۍ نیولې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پوهنتون خپرونه | براون پوهنتون

پوهنتون خپرونه | براون پوهنتون

مارچ 16, 2022
مهترلام ښاروالۍ د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کوي

مهترلام ښاروالۍ د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کوي

اگست 3, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved