چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

طالبان: تر اوسه مو په ۲۸ ولایتونو کې۱۴۳ ولسوالۍ نیولې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
in افغانستان
0
طالبان: تر اوسه مو په ۲۸ ولایتونو کې۱۴۳ ولسوالۍ نیولې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د جګړو او ناامنیو په دوام، طالبان ادعا کوي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د نهو ولسوالیو مرکزونه نیولي دي. د بدخشان کوفاب، یاوان، ارګو، کوهستان، زېباک او بهارک؛ د کندهار پنجوايي؛ د پکتیکا زیروک او د تخار ورسج هغه ولسوالۍ دي چې طالبان یې په تېرو دوو ورځو کې د نیولو ادعا کوي.

خو ‎افغان چارواکي بیا وايي چې امنیتي ځواکونو د یادو ولسوالیو له مرکزونو تکتیکي شاتګ کړی او ډېر ژر به له لاسه وتلې سیمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي. د ځانګړو ځواکونو د قول اردو قوماندان مشر هیبت الله علیزی وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د عملیاتو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

بلخوا د بدخشان د ۱۷ ولسوالیو له سقوط سره جوخت، ځينو تاجکستاني رسنیو راپور ورکړی چې له یاد هېواد سره ګډې پولې ته له نږدې ولسوالیو تر دری سوو افغان ځواکونه د سختو جګړو او نښتو له کبله د تاجکستان خاورې ته اوښتي دي. له بدخشان سره په ګاونډ تخار ولایت کې هم جګړې او نښتې شدیدې شوي او د یاد ولایت له مرکز پرته ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

که څه هم له بګرام هوايي اډې څخه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو یوه اونۍ نه کېږي، خو طالبانو وړمه شپه پر دې اډې پراخ بریدونه کړي دي. د پروان ولایت چارواکي بیا وايي چې د طالبانو دغه بریدونه یې پر شا تمبولي او دې ډلې ته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخوا د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان هېڅکله افغانستان نه شي نیولی او دلته د حکومت کولو وړتیا هم نه لري. صالح په خپله ټویټرپانه کې لیکلي، دی اوسمهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري، ځکه له هرې سیمې خلک خپلو ځایونو ته د افغان ځواکونو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کوي.

صالح داسې مهال پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل ناممکن بولي، چې په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي، په افغانستان کې د دوو لسیزو لاسته راوړنو د خوندیتوب او د سولې د ټینګښت لپاره باید تر وروستي بریده هڅې وشي. راس وېلسن دا خبره د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په خپلو ټویټونو کې یاده کړې ده. وېلسن زیاته کړې، په افغانستان کې دوې لسیزې د ډیموکراسۍ، ازادۍ، پراختیا او روڼتیا په برخو کې خورا زیات پرمختګ وشو او اوس یې باید د خوندي کولو لپاره هر څه چې په وس پوره وي، وشي.

دا په داسې حال ده چې طالبان بیا وايي، د مې له لومړۍ نېټې راپه دېخوا یې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ۱۴۳ ولسوالۍ نیولې دي. د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ګڼو ولسوالیو یو نوملړ هم رسنیو ته استولی چې او ادعا کوي چې یادې ټولې ولسوالۍ د دوی په ولکه کې دي. د دغه نوملړ پر بنسټ تر ټولو ډېرې ولسوالۍ د افغانستان په شمالي ولایتونو کې سقوط شوې دي. په نوملړ کې تخار، بدخشان، فاریاب، جوزجان، بغلان، بلخ او پکتیا هغه ولایتونه دي چې طالبانو پکې د زیاتو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له‌خوا په دې شمېر د ولسوالیو د نیولو ادعا ردوي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین وايي، د یو شمېر ولسوالیو له ځینو سیمو افغان ځواکونه بل ځای ته تللي، چې دا د سقوط په مانا نه ده.

Tags: Top
Previous Post

شل کلن حضور، وحشتونه او خیانتونه

Next Post

د سولې خبرې څنګه بېرته پیلېدلی شي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د جو بایډن لپاره بد خبر، د افغانانو لپاره پر ښه خبر بدلېدلی شي؟

د سولې خبرې څنګه بېرته پیلېدلی شي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين: د ډل وژونکو وسلو د نه خپراوي تر څنګ بايد له ذروي تخنيکونو د سوله ييزې استفادې حق وساتل شي

چين: د ډل وژونکو وسلو د نه خپراوي تر څنګ بايد له ذروي تخنيکونو د سوله ييزې استفادې حق وساتل شي

اگست 7, 2025

په چین کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې کارونه روان دي

اگست 20, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved