سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

شمال د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 5, 2020
in پوهنتون
0
شمال د لوړو زده کړو موسسه
635
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

شمال د لوړو زده کړو خصوصي موسسه په کندوز ولایت کې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ تاسیس شوې ده، خو له تاسیس سره سم یې فعالیت نه دی پیل کړی. د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس ښاغلی محمد اسماعیل بشرمل وایي، چې رسمي چارې یې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د دوو پوهنځیو (حقوقو او قتصاد) په درلودلو سره پیل کړې دي. ښاغلی بشرمل وایي چې حقوقو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه ( قضا او څارنوالي او اداره او ډیپلوماسي) او اقتصاد پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه لري. په شمال د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې اوسمهال ۴۷۸ محصلین پر زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې دېرش سلنه یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه محصلین دي.

د شمال د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، تېر کال یې له دواړو فعالو پوهنځیو څخه لومړۍ دوره محصلین د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړل. ښاغلی بشرمل وایي، تېر کال یې له حقوقو پوهنځي څخه ۱۴ او له اقتصاد پوهنځي بیا ۲۲ تنه فارغ کړل. دی وایي، یوه میاشت وروسته به خپل دویمه دوره محصلین هم چې د ټولو شمېر ۷۶ ته رسېږي ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي. بشرمل زیاتوي چې په تېر کال کې فارغ شوي محصلین یې خپله د کندوز ولایت او یا هم د هېواد په نورو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار بوخت دي او خپل هېواد ته خدمت کوي. نوموړی وایي، هڅه یې دا ده چې پر کار پوه او تجربه لرونکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي. دغه موسسه تر اوسه پورې د ماسټرۍ کوم پروګرام نه لري، ځکه د ښاغلي محمد اسماعیل بشرمل په خبره چې ماسټري خپل ځانګړي معیارونه او مراحل لري، چې دوی تر اوسه نه دي پوره کړي.

شمال د لوړو زده کړو خصوصي موسسه د لوړو زده کړو وزارت په ټولو معیارونو برابره پنځه پوړیزه ودانۍ لري، چې په کلني ډول له پنځوسو د زیاتو نویو محصلینو د جذب وړتیا لري. خو ښاغلی محمد اسماعیل بشرمل وایي، اوسمهال په کلني ډول د ۲۰۰ په شاوخوا کې محصلین جذبوي. تر ډېره د نویو محصلینو جذب د هېوا په اقتصادي او امنیتي وضعیت پورې تړلې خبره ده. هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه وي، که دولتي پوهنتونونو ته جذب نه شي، نو بیا کولای شي په خپل شخصي لګښت په خصوصي پوهنتونونو کې لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي.

شمال د لوړو زده کړو موسسه د تخفیف څلور کټه‌ګورۍ لري. ښاغلی بشرمل وایي، هغه محصلین چې په ښوونځي کې یې نمرې له اتیا سلنه لوړې وي، ځانګړی تخفیف ورته ورکوي، هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، خو له دې سره سره غواړي زده کړو ته دوام ورکړي، د شمال د لوړو زده کړو موسسې اداره ورته مناسب تخفیف ورکوي، د ملي امنیت، ملي پولیسو او ملي اردو د کورنۍ غړو لپاره او تر څنګ یې د شهیدانو او معلولینو د ورثه‌وو لپاره هم مناسب تخفیف ورکوي، څو وکړای شي چې په لږ لګښت سره لوړې زده کړې وکړي او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي. د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د ورځې دوه وخته تدریس کېږي.

د شمال د لوړو زده کړو موسسې ادارې په دغه موسسه کې کتابتون ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده. ښاغلی محمد اسماعیل بشرمل وایي چې هم فزیکي او هم ډیجیټالي کتابتون لري. دی وایي، د زرو ټوکو په شاوخوا کې د پوهنځیو اړوند او نور علمي کتابونه یې په فزیکي ډول د محصلینو په واک کې ورکړي دي. دی وایي، محصلین کولای شي  وخت ناوخت له دې کتابتون څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. تر څنګ یې ډیجیټالي کتابتون هم لري چې په دې کتابتون کې یې هم ډېر علمي کتابونه د مطالعې او څېړنې لپاره ځای پر ځای کړي دي، چې محصلین کولای شي د کتابونو د مطالعې تر څنګ د دوی له کمپیوټرلب څخه هم ګټه واخلي.

ښاغلی بشرمل وایي چې په کور د ننه له ټولو پوهنتونونو سره ښې او نیکې اړیکې لري او له ځینو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې هم لري. دی وایي، اوس تازه یې هڅه پيل کړې ده چې د ځینو مراحلو تر تېرولو وروسته د تاجکستان له ملي پوهنتون سره د علمي اړیکو یوه هوکړه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې خپل استادان او فارغ شوي محصلین د ماسټرۍ او نورو لوړو زده کړو لپاره دغه پوهنتون ته ور معرفي کوي.

په شمال د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې د تدریس چارې د ۲۹ تجربه لرونکو او متخصصو استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي چې په دې ډله کې ۹ تنه د ماسټرۍ او پاتې نور بیا د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. نوموړی وایي، دا چې په کندوز کې د ښځینه استادانو شمېر یو څه کم دی، خو بیا هم دوی هڅه کړې ده چې تر یوې کچې پورې هغه جنډر مراعات کړي او په پام کې ونیسي، نو د نارینه  استادانو تر څنګ پنځه ښځینه استادنې هم په شمال د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې مخ ته وړي.

د شمال د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، تېر کال یې چې کوم محصلین فارغ کړي، هغوی چې خپل مونوګرافونه یې دفاع کړي دي، تحصلي اسنادونه یې ورته سپارلي. دی وایي، تر اوسه پورې دوی ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري ډیپلومونه نه دي ورکړل شوي، نو یوازې هغه تصدیق پاڼې چې فارمټ یې خپله لوړو زده کړو وزارت جوړکړی، د همدې وزارت او د دوی د موسسې د ادارې په تاییدۍ فارغ شویو محصلینو ته ورکړي دي. دی وایي، محصلین یې کولای شي له دې تصدیق پاڼو څخه د دندې په پیدا کولو او دغه راز په نورو کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ پروګرام د پیلولو لپاره ګټه واخلي. د شمال د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو د وړتیا لوړولو لپاره وخت ناوخت علمي سمینارونه او کنفرانسونه هم دایروي. ښاغلی بشرمل وایي چې استادان یې هڅه کوي څو په میاشتني ډول د خپلو محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره علمي سمینارونه برابر او وړاندې کړي. دی وایي، د حقوقي کلینیک چارې یې هم روانې دي چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ محصلینو ته به پکې عملي زده کړې پیل شي.

اړتیا ته په کتو د ښوونې او روزنې پوهنځي اېجادول، د حقوقي کلینیک فعالول، استادانو او محصلینو ته د وړتیاوو لوړولو او تجربو تر لاسه کولو لپاره زمینه برابرول، په کندوز ولایت کې دولتي او خصوصي بانکونو ته د عملي زده کړو لپاره د اقتصاد پوهنځي د محصلینو ور معرفي کول او په دې برخه کې له دې بانکونو سره د هوکړو لاسلیک کول او د عملي زده کړو په موخه په کندوز ولایت کې عدلي او قضایي څانګو ته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو ور معرفي کول د شمال د لوړو زده کړو موسسې راتلونکي پلانونه دي.

په کندوز کې ډېری اکاډمیک بنسټونه په تېره بیا د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو مسوولین له ناامنۍ سر ټکوي. ښاغلی بشرمل هم وایي چې ناامني د دوی اساسي ستونزه ده، چې په ځانګړې توګه امنیتي ادارې په دغه ولایت کې خصوصي پوهنتونونو یا موسسو ته ډېر پاملرنه نه کوي.

د شمال د لوړو زده کړو موسسې رییس له افغان حکومت او په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د خصوصي پوهنتونونو د پرمختګ او په پښو درېدو لپاره زمینه برابره کړي. دی وایي، د حکومت اړونده ادارې دې د خصوصي پوهنتونونو فارغېدونکو محصلینو لپاره په دولتي ادارو کې د عملي کار زمینه برابره کړې، څو تجربې تر لاسه کړي او په راتلونکې کې د هېواد د خدمت جوګه شي. دی د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین پروګرام ستایي او وایي چې په دې سره به هغه خصوصي پوهنتونونه چې په رښتیا هم د هېواد د ابادۍ لپاره کار کوي او په هغو معیارونو چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورته ټاکل شوي عمل کوي له هغو پوهنتونونو بېل شي، چې موخه یې یوازې د پیسو ګټل او یا هم د خصوصي پوهنتونونو بدنامول دي.

Previous Post

د جګړه ځپلي افغانستان روغتیايي سیسټم له کرونا وبا سره څنګه مبارزه کوي؟

Next Post

په لغمان کې د څلورو میلیونو افغانیو په ارزښت د شیدو ټولولو مرکز جوړېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
په لغمان کې د څلورو میلیونو افغانیو په ارزښت د شیدو ټولولو مرکز جوړېږي

په لغمان کې د څلورو میلیونو افغانیو په ارزښت د شیدو ټولولو مرکز جوړېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د پاکستان له زندانونو ۲۰۸ تنه نور افغان زندانیان ازاد شول

د پاکستان له زندانونو ۲۰۸ تنه نور افغان زندانیان ازاد شول

اپریل 8, 2023
ټرمپ: بایډن ټولې نړۍ ته په دوه پیسې کړو

ټرمپ: بایډن ټولې نړۍ ته په دوه پیسې کړو

نوومبر 6, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved