یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 13, 2026
in نړیوال خبرونه
0
شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۲مې نېټې په ماسپښين د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا کړې ده.

سږ د برېکس هېوادونو د همکارۍ له ۲۰مې کليزې سره برابر دی. شي جين پينګ په خپله وينا کې په تېرو ۲۰ کلونو کې د برېکس د همکاريو برياليتوبونه ياد کړي او دې ته يې اشاره کړې، چې د برېکس د همکارۍ ميکانيزم له ۲۰ کلونو راهيسې مداومه پراختيا موندلې او سمسور حياتي ځواک يې ښودلی او په نړۍ کې د نويو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو ډېر اغېزمن همکاريز پلاټفورم ګرځېدلی دی.  

You might also like

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

محمود عباس: تمه لرم چې د چین او فلسطین ستراتېژيکه ملګرتیا به نوي او دوامدار پرمختګونه ولري

شي جين پينګ ويلي، چې اوسمهال په نړۍ کې د پېړۍ بې ساري بدلونونه مخ په سختېدو دي، د سراسري جنوب هېوادونو ځواک د پراختيا په حال کې دی او د نړۍ د څو قطبي کېدو جريان د مقاومت وړ نه دی. برعکس په عين وخت کې د يواړخيزم او زورواک سياست څپه راپورته شوې او څواړخيزم او نړيوال نظام له منفي اغېزو سره مخ دی او د سولې، پرمختګ، امنيت او حکومتولۍ په برخو کې کسر زيات شوی دی. شي جين پينګ د برېکس له هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې په ټينګه دې په سم تاريخي لوري  ودري، د اوسني پېر د مخکښانو رول ولوبوي، د نړيوال نظام د لا عادلانه او معقول پرمختګ لارښوونه دې وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

همدارنګه شي جين پينګ څلور فقره ييز وړانديز کړی دی:

لومړی، د برېکس هېوادونه بايد د نوښت او پرمختګ په هڅولو کې دې مخکښ وي. چيني لوري د برېکس د هېوادونو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا له لارې د نوي ډول صنعتي کېدو وړاندیز کړی او هڅه به وکړي، چې له بېلابېلو خواوو سره د لازياتو څېړنو او استعمالي پايلو لپاره همکارۍ وکړي او د توليدي او اکمالاتي ځنځيرونو همکارۍ به پياوړې کړي.

دوهم، د برېکس هېوادونه بايد د سولې او ثبات په ساتلو کې مخکښ رول ولوبوي.

درېيم، د برېکس هېوادونه بايد د تمدنونو د متقابلې زده کړې په هڅولو کې د مخکښ رول ولوبوي.

څلورم، د برېکس هېوادونه بايد د نړيوالې حکومتولۍ په اصلاحاتو او بشپړوالي کې مخکښ وي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې تېر شل کلن مزل ته په کتو يووالی او همکاري تل د برېکس د پرمختګ د قوت سرچينه ده. هغه اعلان کړی، چې چين به په راتلونکي کال کې د برېکس د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه ولري او د برېکس هېوادونو د ۱۹مې سرمشريزې کوربه توب به وکړي. هغه ويلي، چين به له بېلا بېلو خواوو سره ګډې نظريې راغونډې کړي، د ښه راتلونکي لپاره به ګډې هڅې وکړي، د برېکس د همکارۍ درېيمه زرينه لسيزه به پيل کړي او د سمسورتيا او پرمختګ روښانه راتلونکی به اباد کړي.

Previous Post

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

by Spogmai Radio
سپتمبر 13, 2026
د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل
نړیوال خبرونه

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

by Spogmai Radio
سپتمبر 13, 2026
محمود عباس: تمه لرم چې د چین او فلسطین ستراتېژيکه ملګرتیا به نوي او دوامدار پرمختګونه ولري
نړیوال خبرونه

محمود عباس: تمه لرم چې د چین او فلسطین ستراتېژيکه ملګرتیا به نوي او دوامدار پرمختګونه ولري

by Spogmai Radio
سپتمبر 13, 2026
د اردن پخوانی لومړی وزیر عمر الرزاز: د چین او اردن ترمنځ تبادلې یوازې په ټکنالوژۍ پورې محدودې نه دي، بلکې شعر هم پکې شامل دی
نړیوال خبرونه

د اردن پخوانی لومړی وزیر عمر الرزاز: د چین او اردن ترمنځ تبادلې یوازې په ټکنالوژۍ پورې محدودې نه دي، بلکې شعر هم پکې شامل دی

by Spogmai Radio
سپتمبر 13, 2026
د څو هېوادونو د شرکتونو چارواکو ویلي چې غواړي د چین له نويو فرصتونو چټکه ګټه واخلي
نړیوال خبرونه

د څو هېوادونو د شرکتونو چارواکو ویلي چې غواړي د چین له نويو فرصتونو چټکه ګټه واخلي

by Spogmai Radio
سپتمبر 13, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فنلنډ رسماً د ناټو ۳۱ م غړی هېواد شو

اپریل 5, 2023
تندر قول اردو: لوګر کې مو د طالبانو دوې بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي

تندر قول اردو: لوګر کې مو د طالبانو دوې بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي

دسمبر 21, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026
شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د ۱۶ مې سرمشریزې دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا وکړه

سپتمبر 13, 2026
د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل
نړیوال خبرونه

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وليدل

سپتمبر 13, 2026
محمود عباس: تمه لرم چې د چین او فلسطین ستراتېژيکه ملګرتیا به نوي او دوامدار پرمختګونه ولري
نړیوال خبرونه

محمود عباس: تمه لرم چې د چین او فلسطین ستراتېژيکه ملګرتیا به نوي او دوامدار پرمختګونه ولري

سپتمبر 13, 2026
د اردن پخوانی لومړی وزیر عمر الرزاز: د چین او اردن ترمنځ تبادلې یوازې په ټکنالوژۍ پورې محدودې نه دي، بلکې شعر هم پکې شامل دی
نړیوال خبرونه

د اردن پخوانی لومړی وزیر عمر الرزاز: د چین او اردن ترمنځ تبادلې یوازې په ټکنالوژۍ پورې محدودې نه دي، بلکې شعر هم پکې شامل دی

سپتمبر 13, 2026
د څو هېوادونو د شرکتونو چارواکو ویلي چې غواړي د چین له نويو فرصتونو چټکه ګټه واخلي
نړیوال خبرونه

د څو هېوادونو د شرکتونو چارواکو ویلي چې غواړي د چین له نويو فرصتونو چټکه ګټه واخلي

سپتمبر 13, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ