چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

صابر د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 9, 2020
in پوهنتون
0
صابر د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

صابر د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د افغانستان په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجستر وروسته په کابل ولایت کې په خپله دایمي ودانۍ کې د دوو پوهنځیو (سیاسي علومو او اقتصاد) په درلودلو سره د لوړو زده کړو په برخه کې فعالیت پیل کړی دی. د صابر د لوړو زده کړو موسسې مسوول ښاغلی مسعود صابر وایي، چې اوس هم هماغه دوه پوهنځي لري. دی وایي، سیاسي علومو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (نړیوالې اړیکې او سیاسي فکرونه) لري. دغه راز اقتصاد پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه (اداره او تجارت او تجارتي اقتصاد) لري.

په صابر د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې اوسمهال د پنځو سوو په شاوخوا کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې دېرش سلنه یې ښځینه او پاتې اویا سلنه یې نارینه محصلین دي. دا چې د صابر د لوړو زده کړو موسسې د فعالیت دومره موده نه کېږي، نو تر اوسه پورې د ماسټرۍ کوم پروګرام نه لري، خو اداره یې غواړې چې په راتلونکې کې د ماسټرۍ پروګرام پیلولو په اړه فکر وکړي. ښاغلی مسعود صابر وایي، چې د پخوا په پرتله د نویو محصلینو په جذب کې یو څه کموالی راغلی دی، خو بیا هم دوی په کلني ډول له ۱۵۰ نیولې تر ۲۰۰ پورې نوي محصلین جذبوي.

دا چې صابر د لوړو زده کړو موسسه د کابل ولایت په یوه داسې سیمه کې فعالیت کوي، چې د دې سیمې خلک له اقتصادي اړخه کمزوري دي، نو د دې موسسې ادارې په بېلابېلو کټه‌ګوریو کې د محصلینو لپاره تخفیفونه په پام کې نیولي دي. د صابر د لوړو زده کړو موسسې مسوول وایي، دوی په کابل کې له بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو څخه ور معرفي شویو محصلینو ته په وړیا ډول زده کړې ورکوي. ښاغلی صابر وایي چې همدا تېر کال له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه ور معرفي شوي د شهیدانو او معلولینو شل تنه ورثه‌وو ته یې په وړیا ډول په صابر د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې د زده کړو زمینه برابره کړه. د دې تر څنګ له احزابو، ټولنو او نورو خیریه بنسټونو څخه دوی ته ور معرفي شوي کسان په وړیا ډول مني او د زده کړو زمینه یې ورته برابره کړې ده.

د صابر د لوړو زده کړو موسسې مسوول مسعود صابر وایي، چې لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته د ورځې په دریو بېلابېلو وختونو کې د تدریس اجازه ورکړې ده، نو دوی هم د ورځې په دریو وختونو کې خپل محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي چې د سهار له اتو تر یوولسو بجو د ماسپښین له یوې تر څلورو بجو او د مازدیګر له پنځو بیا د شپې تر اتو بجو پورې وختونه دي. دی وایي، محصلین یې کولای شي د زده کړو تر څنګ د ورځې په اوږدو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې دنده هم تر سره کړي او په تشو وختونو کې لوړې زده کړې وکړي.

په صابر د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۵۰ تنه پر کارپوه، مسلکي او تجربه لرونکو استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي. د لوړو زده کړو د دې موسې مشر وایي، دوی په هر پوهنځي کې څلور تنه دایمي استادان لري چې پوره وخت په پوهنتون کې حاضر وي او د ورځې تر پایه درسي ساعتونه لري. دی وایي چې ډېری استادان یې قرادادي دي چې په هر سمیسټر کې له دوی سره همکاري لري. د ښاغلي مسعود صابر په خبره، د لوړو زده کړو له قوانینو او مقرراتو سره سم یې استادان تر دوکتورا او ماسټرۍ پورې لوړې زده کړې لري. دی وایي چې د استادانو په ډله کې یې لس تنه ښځینه استادانې دي چې اته تنه یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او دوه نورې یې د دوکتورا اخیستو لپاره بهر ته تللې دي.

د صابر د لوړو زده کړو موسسې مسوول مسعود صابر وایي، چې ډېر غني کتابتون نه لري، خو بیا یې هم په دې برخه کې خپله هڅه کړې ده. دی وایي، د فعالو دوو پوهنځیو اړوند یې څلور زره کتابونه په خپل کتابتون کې ځای پر ځای کړي دي، چې محصلین او استادان یې کولای شي له دې کتابتون څخه ګټه واخلي او مطالعه پکې وکړي. ښاغلی صابر وایي چې کتابتون یې نه یوازې د خپلو محصلینو لپاره دی، بلکې له موسسې بېرون هغه څوک چې غواړي مطالعه وکړي، د صابر د لوړو زده کړو موسسې دروازه یې پر مخ خلاصه دی. د دې تر څنګ د صابر د لوړو زده کړو موسسه هغو کسانو ته هم امانت کتابونه ورکوي، چې غواړي مطالعه وکړي او یا هم په کومه برخه کې څېړنه کوي. نوموړی وایي چې غواړي کتابتون یې ورځ تر بلې غني او ګڼ نور کتابونه هم پکې ځای پر ځای کړي.

صابر د لوړو زده کړو موسسه په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره اکاډمیکي اړیکې لري. ښاغلی صابر وایي چې تازه د صابر د لوړو زده کړو موسسې موسس د امریکا کالیفرنیا ایالت تللی او غواړي چې د کالیفرنیا له سټنفورډ پوهنتون سره د علمي اړیکو پر هوکړه خبرې وکړي او په خپله موسسه کې د سټنفورډ پوهنتون له تجربو ګټه واخلي.

مسعود صابر وایي چې د محصلینو لپاره یې ټول هغه امکانات برابر کړي چې چې یو پوهنتون یې باید ولري. د علمي سمینارونو دایرول، ورکشاپونه جوړول او  وړیا انټرنېټ هغه څه دي چې د خپلو محصلینو په واک کې یې ورکړي دي. دی وایي چې اداره او استادان یې هڅه کوي چې ټولنې ته په کار پوه، مسلکي او ژمن کسان د خدمت په موخه وړاندې کړي، څو هم خپل ځان، کورنۍ، هېواد او ټولنې ته ګټور ثابت شي. د لوړو زده کړو له دې موسسې څخه تر اوسه پورې کومه دوره محصلین فارغ شوي نه دي، خو ښاغلی صابر وایي چې په همدې ورځو کې به خپله لومړۍ دوره محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د صابر د لوړو زده کړو موسسې مسوول وایي، دوی د خپلې موسسې د پرمختګ لپاره درې کلن او پنځه کلن پلانونه لري. موسسې او پوهنځیو ته پراختیا ورکول، د کتابتون غني کول، له بهرنیو او کورنیو پوهنتونونو سره په لوړه کچه د اړیکو ټینګول او د علمي اړیکو هوکړو لاسلیکول د صابر د لوړو زده کړو موسسې راتلونکې پلانونه دي چې اوس هم ور باندې کار روان دی.

ښاغلی صابر د افغان ټولنې یوازینۍ ستونزه اوسمهال د امنیت نشتون یادوي. دی له افغان حکومت غواړي چې د خلکو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو خلک وکولای شي په امنه فضا کې زده کړې، سوداګري او ژوند وکړي. دی له لوړو زده کړو وزارت کومه ځانګړې غوښتنه نه لري او د دې وزارت له کارونو او پروګرامونو خوښ دی.

خو د خصوصي پوهنتونونو ډېری مسوولین بیا له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې باید د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ توپیر ته د پای ټکی کېږدي او د خصوصي پوهنتونونو د په پښو درېدو لپاره هم باید ګام پورته کړي. د دې تر څنګ دغه خصوصي پوهنتونونه له مالیې وزارت هم سر ټکوي چې له دوی څخه په ډېره لوړه کچه مالیه اخلي، چې تر ډېره یې د دوی د پرمختګ مخه نیولې ده. دوی له افغان حکومت په ځانګړې توګه له مالیې وزارت څخه غواړي چې له خصوصي پوهنتونونو څخه په لوړه کچه ماليې اخیستو باندې له سره غور وکړي، څو دغه پوهنتونونه پر خپلو پښو ودرېږي او وکولای شي ټولنې ته مسلکي کسان د خدمت په موخه وړاندې کړي. خصوصي پوهنتونونه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او ډېری هغو افغان ځوانانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده، چې نه شي کولای دولتي پوهنتونونو ته لار پیدا کړي او یا هم غواړي د کار تر څنګ زده کړې هم وکړي. خصوصي پوهنتونونه په نړۍ کې ډېر ګټور ثابت شوي دي، ان دا چې نن سبا د نړۍ ډېر پرمختللي او معتبر پوهنتونونه همدا خصوصي پوهنتونونه دي.

Previous Post

افغانستان؛ د وارداتي برېښنا بندولو ګواښونه

Next Post

د جرګې ځینې پرېکړې چې خنډونه جوړولی شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د جرګې ځینې پرېکړې چې خنډونه جوړولی شي

د جرګې ځینې پرېکړې چې خنډونه جوړولی شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

رونالډ نیومن: د حکومت کمزورۍ، سیمه ییز قدرتونه د طالبانو خواخوږي کړل

رونالډ نیومن: د حکومت کمزورۍ، سیمه ییز قدرتونه د طالبانو خواخوږي کړل

جون 25, 2020
بشري حقونو کمېسیون یو ځل بیا؛  د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

بشري حقونو کمېسیون یو ځل بیا؛ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

مې 21, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved