د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې طالبانو نن په دغه ولایت کې د پوځ په لوا کې دننه یوه چورلکه په نښه کړې ده. د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني ویلي چې دغه چورلکه یو ساعت وروسته تر هغه د طالبانو له لوري په توغندي وویشل شوه چې له کابل څخه یې یو شمېر امنیتي چارواکي غزني ته را رسولي وو. نوموړي زیاته کړې چې په دې پېښه کې ځاني زیان نه دی اوښتی خو چورلکه زیانمنه شوې ده. د چورلکې د نوعیت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي. بلخوا طالبانو بیا ادعا کړې ده چې دا چورلکه یې د غزني د دهیک ولسوالۍ په یونټ سیمه کې په نښه کړي او را نسکوره کړې ده. دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.












