طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه به د دوحې له هوکړې سره سم په ټاکلې نېټه له افغانستان وځي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند د خلیلزاد او ملا برادر د وروستۍ لیدنې په اړه ویلي چې دواړو لورو د دوحې هوکړې پر عملي کولو ټینګار کړی. د ډاکټر نعیم په وینا طالبانو ویلي چې امریکایي ځواکونه به په ټاکلې نېټه له افغانستان وځي، د طالبانو بندیان به خوشي کېږي او د مشرانو نومونه به یې له تور لېست ایستل کېږي. رسنیو ته رسېدلي معلومات وايي د بایډن اداره په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې خپل حضور شپږ میاشتې نور هم وغځوي، په همدې تړاو خلیلزاد له طالبانو سره هم خبرې کړې دي خو تر دې دمه طالبانو د امریکا له دې وړاندیز سره موافقه نه ده کړې.












