د زندانونو چارو د تنظیم اداره وایي، چې طالبانو د کابل- غزني پر لاره د غزني ولایت د زندان امنیتي مرستیال محمد علي احمدي لومړی له ځان سره بېولی او بیا یې وژلی دی. له یادې ادارې څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د سه شنبې په ورځ له غزني څخه کابل ته پر لاره و چې د طالبانو لخوا تر نیولو یوه ورځ وروسته وژل شوی دی. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم د محمد علي وژل کېدلي غندلي دي. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.












