د عامې روغتیا سرپرست وزیر د اتاترک روغتون له روغتیايي خدمتونو د لیدنې پر مهال په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښه والي د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې سرپرست حکومت په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونه د معیاري کولو هڅې کوي. نوموړي د یاد روغتون کارکوونکو ته د ولس د ښه خدمت په موخه لازمې سپارښتنې کړې او ویلي یې دي، چې د ناروغانو د درملنې په برخه کې بشپړه پاملرنه وکړي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر په دغه ليدنه کې د یاد روغتون له ډاکټرانو څخه غوښتنه کړې، چې د ناروغانو د تشخیص او درملنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د غیر اړينو نسخو او درملو له ورکړې ډډه وکړي.











