د برښنا شرکت اجرایي مشر ویلي، چې په هېواد کې د برښنا پراختیا په لړ کې به سږکال ۸۰ ولسوالیو ته د برښنا شبکې وغځول شي. عبدالباري عمر دغه څرګندونې نن پنجشنبه په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید دستګاه پروژې په پرانېستغونډه کې کړې دي. د برښنا شرکت اجرايي مشر زیاته کړې، چې سږکال به لغمان کې ۶۵۰۰ کورنيو ته د برېښنا خدمات برابر کړي او په وینا یې، د برښنا شبکې پر پراختيا او نوې کولو به اساسي کار وکړي. عبدالباري عمر دغه راز ویليو چې روان کال به د بېلابېلو پروژو په ترڅ کې د ۲۱ میلیارډ افغانیو په لګښت د برښنا کورني تولید پروژې پلې کړي.











